اوباما :اوس دا نه وايو چې يوازې امريکا ساتو
سلام خان سلام خان

 دامریکا  ولسمشربارک اوباما  د غبرګولي په لومړۍ نېټه چی دمی دمیاشتی د۲۲ نیټی سره سمون لری  اروپايي هېوادونو ته په يوه رسمي سفر له روانېدو وړاندې په واشنګټن کې له بي بي سي سره په خپلو څرګندولو کی ویلی دې ، چې که په پاکستان کې د القاعدې يا طالبانو د کوم مشر د شتون په اړه يې معلومات ترلاسه کړل، نو په دغه هېواد کې به يو ځل بيا عمليات ترسره کړي،هغه زياته کړې، که چېرې د اسامه بن لادن په څېر يې په پاکستان کې د القاعدې يا طالبانو د کوم بل مشر د شتون په اړه مو معلومات ترلاسه کړل، نو په دغه هېواد کې به يو اړخيزه عمليات ترسره کوي. ده وويل، دوى به هڅه کوي، چې د دغه ډول عملياتو پر مهال د پاکستان خپلواکي په پام کې ونيسي. اوباما زياته کړه له دې ډول عملياتو زموږ موخه د امريکا او امريکايي ولس امنيت خوندي کول دي،

د هغه په وينا، امريکا هېچاته د دې اجازه نه ورکوي، چې د ترهګرۍ پلانونه پرمخ بوځي او يا يې ترسره کړی

د امريکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که چېرې په پاکستان يا بل کوم خپلواک هېواد کې د القاعدې د کوم مشر يا د طالبانو د مشر ملا عمر د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي، نو څه پرېکړه به کوي؟ وويل: پاکستان ته مو په ډاګه کړې، چې اوس پخوانى وخت تېر شوى، اوس دا نه وايو چې يوازې امريکا ساتو، بلکې موږ د خپلو متحدو هېوادونو د وګړو امنيت هم خوندي کوو..

د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې خرابې شوې دي. د اسامه د وژلو په موخه د امريکايي خپلسرو عملياتو په اړه د پاکستان حکومت او ولس سخت غوسه دى او کلک غبرګونونه يې ښودلي دي

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په اېبټ اباد کې د اسامه د شتون په اړه پاکستاني چارواکو معلومات درلودل که څنګه؟ اوباما وويل موږ په دې نه پوهېږو، خو دومره پوهېږو، چې اسامه له تېرو پنځو شپږو کلونو راهيسې هلته مېشت وو.د امريکا د ولسمشر په وينا، د دومره کلونو لپاره په يوه سيمه کې اوسېدل، حتماً له اسامه سره مرسته شوې، هغه که په شخصي کچه وي يا حکومتي، په دې اړه امريکا څېړنې او پلټنې کوي او پاکستان هم بايد څېړنې ترسره کړي. بارک اوباما وايي، چې د اسامه له وژل کېدو وروسته د رامنځته شوو حالاتو او د پاکستان او امريکا تر منځ د اړيکو د بيا جوړولو او د باور فضا رامنځته کولو په موخه هلې ځلې روانې دي.

په داسی حآ ل کې چې امرېکا د بن لادن له مرګ نه وروسته دافغانستان په برخه کې له سره ارزېابی کوی چې دافغانستان په برخه کې څه ډول کړنلاره غوره کړی؛ له ېوې خوانه ېې جنرال ډېوېډ پېټرېېس د سي آی اې درئېس په توګه ټاکلی دی. او له بلی خوانه دامرېکا دجمهوررئېس براک اوباما لپاره په اوړی کې د امرېکا يي عسکرو د کمښت وروستی نېټه هم رانېژدی کېږی ، ځکه دامريکا متحده ايالات اوس وايي چي ثبوت نه لري چي د پاکستان مشري دي د القاعدي د ترهګري شبکي د وژل شوي مشر، اسلامه بن لادن، له پټنځاي څخه خبره وه. دا په دغي حساسي قضيي کي يو غټ بدلون دي.د مي په دوهمه د اسامه بن لادن د وژلو خبر لا په ټوله نړي کي  په بشپړه توګه خپور شوي نه ؤ چي په پاکستان کي د هغه د څو کلونو را په دي خوا پټيدو په هکله امريکايانو د حيرانتيا سر وښوراوه. هغوي همدا ويل چي : ناممکن دي چي پاکستان دي له دي پټځاي څخه  ناخبره وي،له پاکستان څخه مقصد ددغه هیواد استخباراتی اداره ای،ایس،ای او دهغه هیواد فوځ ؤ،دسی ،ای،ایی رئیس لیون پنیتا دکانګرس داستخباراتی جرګه په وړاندی دبن لادن له دوژلو په دوهمه ورځ وویل چی پاکستان دبن لادن دپټیدو په قضیه کی هرو مرولاس لری ،یو څوک چی دپاکستان فوځی اکا ډمی ته نژدی پوره شپږ کاله ژوند وکړی هرو مرو یوڅوک تری خبر وو.هغه وويل:  که چيري هغوي يعني پاکستانيان خبري نه وي، دا د هغوي د بي کفايتي معني ده. او که چيري خبر ؤ، نو امريکا متحده ايالاتو ته يي دروغ ويلي دي

د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د قضيي د پلټنني لپاره امر صادر کړ خو څه  باندي دوه اوني وروسته، د امريکايانو په دريځ کي ناڅاپي  بدلون راغي،د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو  لوي درستيز، مايک مولن، په يوه خبري کنفرانس کي ځو ورځې وړاندی وويل چی :د بن لادن پر ضد د عملياتو را په دي خوا، ما تر اوسه پوري داسي  ثبوت ونه موند چي د پاکستان مشري دي له دي څخه خبره وه چي هغه چيرته اوسيږي.د متحده ايالاتو د  دفاع وزير، ګيتس، هم دغسي يو ه څرګندونه کړي ده. هغه ويلي: «ما هيڅ ثبوت نه دي پيدا کړي چي د پاکستان  لوړ پوړي  مشران د اسامه د پټيدو له ځاي څخه خبري درلود. باالمقبال داسي  شواهد ماته لاس ته راغلي چي د دي خبري د عکس  ثبوت دي. دغه راز مونږ نور شواهد هم  نه دي موندلي چي بل څوک دي له دي قضيي خبر وي. خو زما اټکل دا دي چي هر مرو يو څوک تري خبر ؤ،د ګيتس ګمان دا دي چي د پاکستان د استخباراتو، پوځ يا پوليسو ټيټ پوړي غړي ښايي د  بن لادن له پټنځاي  څخه خبر ول.

ګيتس له دي مخکي ويلي ؤ چي هغه د ترهګري پر ضد د نا باوره شريک، پاکستان په هکله  د متحده ايالاتو د کانګرس د قهر او غوسي  په هکله تفاهم لري. په اوسني وخت کي د متحده ايالاتو په کانګرس کي هڅي رواني دي چي پاکستان، د ملياردو ډالرو مرستو څخه بي برخي کړاي شي ،خو د متحده ايالاتو د دفاع وزير وويل چي د پاکستان د پوځ مشر، اشفق کياني، اوس واشنګتن ته ډاډ ورکړي چي  په پاکستان کي  د طالب اورپکو د مشرانو د پټنځايونو او دغه راز د حقاني د شبکي پر ضد به له ژمنو سره سم عمل وکړي  ،ګيتس چي په دوبي کي له خپل مقام خخه استعفاء کوي وويل: « مونږ غواړو چي د بن لادن عمليات بيا تکرار نه شي، ځکه داسي عمليات بايد هغوي يعني پاکستان خپله  تر سره کړ

د امریکایي چارواکو لپاره یوه پوښتنه د هغو په میلیاردونو ډالرو مرستو په اړه ده چې هر کال یې د پاکستان د پوځ او پدغه ملک کې د پرمختګ د چارو سره کوي. امریکایان وایي چې هغوي د پاکستان سره هر کال تقریباً څلور میلونه ډالره مرستې کوي خو دا پوښتنه هم ورسره کوي چې پاکستان د دغو مرستو په مقابل کې د امریکا لپاره څه کوي

د امریکا د مشرانو د جرګې یوه غړي باب کارکر چې څو ورځې د مخه یې د مشرانو د جرګۍ د بهرنیو اړیکو په یوې غونډې کې وینا کوله، ویې ویل چې د امریکا د پارلمان زیات شمیر غړي د پاکستان سره د مرستو په اړه   دسره غور کوی ، ده ویلی دې چی :زه فکر کوم د پارلمان زیات شمیر غړي دا غواړي چې د پاکستان سره دې مرستې تر هغه وخته پورې ودریږي تر څو پورې چې مونږ ته دا خبره مالومه شوي نه وي چې زمونږ ګټه په څه کې ده. خو زه غواړم چې د پاکستان سره دې زمونږ اړیکې د راکړه ورکړې شکل ولري.

خو پخپله په پاکستان کې بیا یو شمیر کارپوهان وایي چې که چیرته امریکا پاکستان ته شا واړوي نو امریکا ته به یې زیان ورسیږي. په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوه قیص اسلم وایلی دی کله چې په 1998 میلادي کال  کې پاکستان خپل اتومي وسلې وازمایلې او د امریکا لخوا پرې ځیني بندیزونه ولګیدل نو دا د دې سبب شو چې پاکستان د اسلامي تندلارو ډلو لاس ته ورشي،امریکا دا غلطي پخوا هم هغه وخت وکړله کله چې مونږ خپلې اتومي وسلې وازمایلې. امریکا په مونږ مرستې کمې کړلې او هم یې زمونږ د اقتصاد سره اړیکې وشلولې. نو تیجه یې څه شوه؟ زمونږ په هیواد کې تروریستانو ځالې جوړې کړې. که امریکا بیا دا کار وکړي نو زمونږ د ملک به هم هماغه پخوانی حالت شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سلمان بشير چی د ( غبرګولي په ٢مه )کابل ته دافغانستان،پاکستان،او امریکا تر مینځ په دری اړخیزه غونډه کی دګډون پخا طر په سفر تللی ،نوموړی په کابل کی خبریالانو ته ویلی دې چی پاکستان له ترهګری سره دجګړی له امله دنورو هیوادونو په پرتله ډیر زیا نمن شوی د او هره ورځ یی په مختلفو ښارونوکی وسلوال بریدونه کیږې

 سلیمان بشير د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر د څرګندونو په اړه ، چې ويلي يې و که په پاکستان کې د سخت دريځو د مشرانو شته والى ورته ثابت شي، نو د پاکستان په خاوره کې به د بلې حملې دستور هم ورکړي؛ وويل چې له تروريزم سره مبارزه بايد د ملګرو ملتونو له اصولو او قوانينو سره مطابق  مخته يوړل شي ،ده زياته کړه ، چې د پاکستان پر خاورې يو طرفه بريدونه کولاى شي، له تروريزم سره د جګړې په برخه کې  د پاکستان او نورو هیوادونو ترمنځ همکاري زيانمنه کړي،بشير همداراز د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو په اړه وويل:  افغانستان يو خود مختار هېواد دى ، د بين المللي اصول له مخې بايد ټول هیوادونه   احترام ورته وکړي، موږ وايو کوم څه چې د افغانستان حکومت او خلک د ځان لپاره مناسب ګڼي، هغه دې وکړي

ده په پاکستان کې سوله، په افغانستان کې له سولې سره تړلې وبلله او زياته يې کړه ، چې په افغانستان کې له سولې پرته په پاکستان کې سوله نشي راتلاى،ده په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وښود زياته کړه چې که   د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې له دوى څخه مرسته وغواړي، نو دوى چمتو دي ، چې مرسته ورسره وکړي.پای


May 24th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی